لومړی مخ دنفیس اسلامي ټولني موخي نظرونه خبرتیاوي اړیکي
لړلیک
بېلابیل
دنفيس علمي ټولنې موخې
1 دقراّنكريم ترجمه اوتفسير ددې ټولنې ترټولو لومړۍ اواساسي موخه ده
ددې كار په اهميت اواړتيا مخكې ما يوڅو خبرې وكړې اوداښكاره خبره ده چې ديوه مسلمان له پاره په قرآنكريم پوهېدل څومره ضروري دي
قرآنكريم خوديوڅو كيسو اونورو ځانګړو احكامو كتاب نه دى چې مونږ ووايو چې دځينې احكامو يايوڅه پندونو اوموعظو په ترلاسه كولو سره به موغاړه ايستلي وي، بلكې داخو له حكمته ډك اوداخلاقي ارزښتونو غوره پانګه ده، په قرآنكريم كې د توحيد اودالله  دقدرت اوځواك بيان په ډول ډول اسلوبونو سره شوى دى چې په لوستلو سره دانسان عقيده اوګروهه ځواكمنه كيږي، په قرآنكريم كې دآخرت يادونه اود دوزخ اوجنت حالات په خورا عجيبه پيرايه اوزړه راښكونكي ډول بيان شوي دي ، قرآنكريم وايي چې له خداى  نه علماء ډير ويريږي ، دادخداى وېره ، له دوزخ نه وېره اوجنت ته ليوالتيا دقرآنكريم په زده كړه سره ترلاسه كيږي. په قرآنكريم كې د ( اَيامُ الله ) بيله موضوع په څومره غوره اوځيني تاريخي جالبو پېښو سره څومره په ښائسته توګه بيان شوې ده!! له دې اودې ته ورته نورو ډېرو مسائلو زده كړه به يواځې دقرآن په تلاوت اوپه هغه كې په غور اوتدبير سره ترلاسه كيږي چې داكار يو غير عرب مسلمان يواځې دژباړې په وسيله ترلاسه كولاى شي
2 دنبوي سيرت ستره پانګه پښتنو ته په خپله ژبه كې تيارول.
له رسول الله سره دهرمسلمان مينه كول شريعت لازمي اوضروري بللې ده، له يوچا سره دمينې مزي نښلول اودې مينې ته وده وركول هلته شونې ده چې هغه څوك خوپه سمه توګه وپېژندل شي، درسول الله په اړه هِرقل له ابوسفيان نه داپوښتنه هم كړې وه چې خپل ملګري يې له ده سره څومره مينه لري.
دسيرت په لوستلو سره دصحابه كرامو دمينې كيسې دسړي مخې ته تېرېږي اوپه دې خوږو اوله مينې ډكو كيسو سره دمسلمان په زړه كې دمينې څپې په غورځنګ راځي اودهغو پاكو اوسپيڅلو انسانانو نمونئيز ژوند دسړي زړه ته لاره كوي چې طبعاً دهغو پاكو انسانانو ژوند خپلولو ته راكاږي .
دهغه سپيڅلي محبوب اودهغه دمعصومو اوپاكو مينانو كيسې دعربي ژبې په كتابونو كې څومره په تفصيل سره بيان شوې دي، دانساني ژوند په هر اړخ باندې هلته څومره ښه غوره اوتفصيلي مواد شتون لري؟ خوله بده مرغه چې ددې ښائسته اوله پنده ډك علم ډيرې كمې برخې پښتنو ته رسيدلي دي. اونفيس علمي ټولنه هڅه كوي چې په دې اړه پوره اوتفصيلي مواد په پښتو كې برابر كړي.
3 داسلام په اخلاقي ښوونو باندې دغوره رسالو اوكتابونو ژباړل اويا ترتيبول
داسلام اخلاقي اډاونه، يا نظام خورا غني اوډېر بډايه دى اوداخلاقي نظام په داسې معقول سيسټم كې بيان شوى دى چې هروخت اسلام ددې نظام په بركت دنورو مذهبونو پيروان دخپلو منونكو ليكو ته راجلب كړي دي.
اسلام ته دبلنې اودعوت ډيرې لارې شتون لري خوداخلاقي نظام راښكون اوځلا شايد ترټولو اغېزمنه لاره وي اودنن داخلاقي پير دټيټوالي په حالت كې ترنورو ټولو وختونو دې ته زياته اړتيا ليدل كيږي، خوداسلام په دې غوره نظام بايد ډېر كار وشي.
زمونږ جګړو پاشلى اوشيندلى ولس نن دډيرې دربدرۍ په حالت كې دنړۍ په مختلفو سيمو كې ژوند كوي او اولادونو يې دنړۍ له مختلفو كلتورونو او ژوندودونو څخه اخېستنې كړي دي، نوپه داسې حالت كې چې هغوى بېرته خپل مذهب اوافغاني كلتور ته مراجعه كوي تاسو څه فكر كوئ چې په دې وخت كې بايد يوه داسې شيندلي كول ته څومره كار وشي، حقيقت دادى چې دا ولس له سرپرست محروم اوخواخوږيو بې برخې ولس دى، دوى په پوهه لرونكو كسانو بې شمېره حقوق لري، خداى دې وكړي چې دوى داحقيقت درك كړي.
4 په پښتنو كې ديني پوهه خپرول
دتفسير ، سيرت اواخلاقي ښوونو ترڅنګ ديني احكام اوشرعي مسائل پښتو كول اوپښتنو نارينه وو اوميرمنو ته يې رسول د نفيس ټولنې له اساسي موخو څخه دي، دهند علماوو چې داكار څومره په تفصيلي اومكمله توګه كړى دى هغه دخورا ستاينې وړ دى، په نني پيركې هندي پوهان دهند په نيمه وچه كې داستادۍ حيثيت لري ، دې سترو استادانو په خپلو سيمه ايزو ژبو كې ډېر غوره كتابونه ليكلي دي اوخپلو خلكو ته يې وړاندې كړيدي.
5 دعوتي او بلنيز مواد تهيه اوبرابرول
نفيس علمي ټولنه نيت لري چې په پښتوژبه كې دعوتي اوبلنيز كتابونه تيار اوخپاره كړي ، زمونږ په تېر جهادي پير كې داكار دځينې خلكو له خوا په داسې تړليو توګو كيدو چې يوې ځانګړې نظريې ته دجلب موخه ېې لرله، داكار بايد په ټولنېزه توګه د اسلام داساساتو پر بنسټ رامنځته شي اوداسې عموميت ولري چې په يوه فكري مكتب پورې هم تړلى نه وي اوپه دې توګه به خلك داسلام له اساسي روح سره اشنا شي اوبيابه داپوښتنه نه رامنځته كيږي چې مونږ دكوم فكري مكتب پيروي وكړو ، نفيس علمي ټولنه په دې لړ كې په ځينې كتابونو برسيره يوه مهالنۍ مجله هم لري چې د ( مشال ) په نامه خپريږي اوتراوسه يې ايله يوه ګڼه چاپ شوې ده اودايې دوهمه ده.
6 داسلام ددعوت له پاره په علمي اوسانټيفيك توګه مختلف نوي وسائل كارول
دنړۍ له ګړندي پرمخيون سره دبيان اوتفاهم ژبه تغير مومي، داستدلال اومنطق كړوندود هم رنګ بدلوي ، بناءً دوخت په ژبه خپلو لوستلوالو ته مواد برابرول ضروري اوډېر مهم دي، هغه چې وايي: له خلكو سره دهغوى دعقل په مستوى خبرې كوئ ) هم دا ايجابوي چې بايد مونږ له روانو زماني تغيراتو سره خپل قلم اوژبه داسې وكاروو څو خپل مخاطبين په خپلو موخو په واضحه اوجالبه توګه پوهه كړو اودهر بحث له پاره دخپل مخاطب دپوهنيزې مستوى په اساس دپوهې وړ ژبه وكاروو.
7 په پښتوكې دديني ښوونو دنصاب وړ كتابونه برابرول

8 دهېواد دنومياليو څېرو ياد راژوندى كول اودهغوى ژوندليكونه برابرول
كابل، غزني، زابل، بست، هرات، بلخ، تالقان اودهېواد ځينې نورې سيمې هغه مردم خېزې ياسړي زېږوونكې سيمې دي چې داسلامي نړۍ په تاريخ كې يې غوره مقام لرلى او لري ېې، په دې سيموكې خورا سترو، سياسي، علمي ، جهادي اوټولنېزو شخصيتو زوكړى لوى شوي اودهېواد اومذهب له پاره يې نه هېرېدونكې كارنامې ترسره كړي دي ، خو له بده مرغه چې ددوى كارنامې مونږ هېرې كړي اود دوى له ژوند اود ژوند له حالاتو مو آن چې ځانونه هم نه دي خبر كړي، داخو لا پرېږده چې نورو قامونو ته مو هغوى ورپېژندلي واى.
كيداى شي زمونږ په كور كې دابن سينا او البيروني يا امام رازي اوابوداود په څېر نور درانه شخصيتونه هم شتون ولري خودهغوى دليكنو په نه خپرېدو يا دتصنيف له ساحې پرته په نورو برخوكې دكاركولو له كبله هغوى ته چا توجه نه ده كړې، خو په هر صورت مونږ چې ځانونه دهغوى وارثان بولو بايددهغوى كار اوزيار وځلوو اودا حق چې پرمونږ يې لري په پوره توګه ادا كړو