دطالبانو سفیر : هند دي په افغانستان کي پانګونه وکړي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 69410
ایمل
دخبریدو نیټه : 2025-03-25

په چین کې د طالبانو سفير بلال کريمي د هند له پخواني ډيپلومات سودهیندرا کلکرني سره په لیدنه کې غوښتنه کړې، چې نوی دیلی دې د افغانستان په بیلابیلو برخو کې پانګونې وکړي. کريمي هيله ښودلې، چې هند په افغانستان کې پخوانۍ نيمه پاتې پروژې هم بیا پيل کړي.

په چين کې د طالبانو سفارت د سې شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په لیدنه کې د طالبانو او هند ترمنځ پر سیاسي، اقتصادي، ترانزيټي او کونسلي مسایلو بحث او خبرې وشوې.

د هند پخواني ډيپلومات کلکرني زياته کړه، چې د هند او طالبانو ترمنځ د سیاسي اړیکو د زياتېدو هڅه کوي.

نوموړي هم هيله ښودلې، چې هند به په افغانستان کې د روغتیا، ودانیزو، برېښنا او نورو برخو کې پانګونې وکړي