د اودس پټ رازونه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61532

دخبریدو نیټه : 2014-09-30


استاد انجینر نورالله خان احمدزی

 

د طهارت څلور مرحلې دي Ù€ اوله مرتبه یې دا ده چې ظاهر له ناپاکیو اوچټلیو څخه پاکول دي ــ  دوهمه مرتبه دا ده چې د بدن غړي د الله تعالی له نافرمانیو او ګناهونو څخه ساتل دي ــ دریمه مرتبه یې دا ده چې له ناوړه اخلاقو او رذائلو څخه د زړه پاکول دي ــ څلورمه مرتبه یې دا ده چې خپل ضمیر د ماسوای الله څخه صافول دي ــ تر Ú…Ùˆ چې انسان خپل زړه له ناوړه عقایدو څخه پاک Ù†Ú©Ú“ÙŠ تر هغو پورې دغه کس ددې حدیث نبوي: الطهور شطر الایمان ونصف الایمان مصداق نشي ګرځېدای ــ  لدې کبله د ایمان اړیکه له زړه سره ده نو کله چې زړه له مرداریو څخه پاک نشي تر هغو طهارت نامکمل ده ــ

دا د ایمان مقامونه دي او د هر یو مقام یوه طبقه وي تر Ú…Ùˆ چې انسان هغه ادنی طبقې څخه تېر نشي نو اعلی طبقې ته نشي رسېدای ــ  د پاکوالي سر ته Ú…ÙˆÚ© نشي رسېدای تر Ú…Ùˆ چې زړه له بدو اخلاقو څخه پاک نشي او په ÚšÙˆ اخلاقو سمبال نشي او دې مرتبې ته نشي رسېدای تر هغو چې د بدن غړي له ګناهونو او د الله تعالی له نافرمانیو څخه پاک نشي او هغه په عباداتو او د الله په طاعت باندې معمور Ù†Ú©Ú“ÙŠ ــ

هغه چې خپل قیمتي وختونه په استنجا، خوله  مینځلو، پښو، ÚšÙ‡ لباس او ظاهري پاکوالي کې لګوي او د خپل باطن د پاکوالي خیال نه ساتي هغه کس د شیطان په وسوسو او د وهم په ناروغي اخته کیږي، ظاهري پاکوالی یوازې دباطني پاکوالي د دلالت لپاره مقرر ده.

مینځل رامینځل د لاسونو، Ù¾ÚšÙˆ او مخ یوازې د زړه د تحریک لپاره ده زموږ  ټول ظاهري اقوال او افعال، حرکات او سکنات او د هغوی اثر په زړه باندې ضرور غورځي یا باید داسې ووایو چې هغه Ú…Ù‡ چې زموږ په باطن کې مرکوز دي هغه ټول ظاهري حرکتونه د هغه باطن حرکتونو هنداره ده. ددې دا مطلب ندی چې ظاهر ضروري نده بلکه مطلب دا ده د ظاهر سره باطن هم ډېر ضروري ده.