دنبي عليه السلام تابعداري

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 57621
مولوي عصمت الله عزام
دخبریدو نیټه : 2013-11-15

 

 


بسم الله الرحمن الرحيم

نحمده ونصلی علی رسوله الکريم ا مابعد:
الله جل جلاله دانسانانودلارښووني لپاره پيغمبران عليهم السلام را لېږلي دي.
داسلسله ترهغه روانه وه ترڅوچي الله پاک خپل آخري پيغمبردُنياته راولېږی دده مبارک په راتلوسره دپيغمبرانو
 Ù„Ú“ÛŒ پای ته ورسېده اوترده وروسته بل پيغبردې دُنياته نه راځي ځکه الله جل جلاله ده ته داسي دين ورکړچي ترقيامته پوري دانسانانودکاميابۍ لپاره پوره اوپه بشپړه توگه کفايت کوي.
 Ù†ÙˆÙ„Ù‡ دې امله اوس دټولي دُنيالپاره دايودين دنجات اوله عذابونوڅخه دخلاصون ذريعه ده،له دې دين اسلام څخه پرته بل دين دخلاصون ذريعه نه ده.
 Ú©ÙˆÙ… دبل دين پيروان Ú©Ù‡ دجناب محمدرسول الله صلی الله عليه وسلم ترمبعوث کېدلووروسته پرده ايمان رانه ÙˆÚ“ÙŠ نومخکينی دين يې له عذابه نه ژغوري بلکي دغه کس به دتل لپاره جهنمي وي اوکړي ټول عبادتونه يې عیث اوبې ځايه دي،نوله دې امله بايدددغه سترشخصيت تابعداري وشي اودژوندپه ټولوبرخوکي يې بايدمبارکوسنتوطريقوته پاملرنه وشي ځکه هغه الله پاک دانسانانولپاره يوه نمونه گرزولې ده Ú†ÙŠ بايدټول انسانان دژوندپه هره برخه Ú©ÙŠ ددې پيغمبرصلی الله عليه وسلم مبارکوطريقوته په پام سره عمل ÙˆÚ©Ú“ÙŠ.
 Ø¯Ù†Ø¨ÙŠ ØµÙ„ÛŒ الله عليه وسلم پرمبارکوطريقوعمل کول دمسلمان لپاره اړين له دې امله هم دی Ú†ÙŠ جنت ته دداخليدلولپاره دايوه لارده ځکه Ú†ÙŠ په حديث شريف Ú©ÙŠ راغلي دي:Ú©Ù„ امتي يدخلون الجنة الامن ابی قيل ومن يأبی يارسول الله(صلی الله عليه وسلم)؟قال:من اطاعني دخل الجنة ومن عصاني فقدابی(رواه البخاري)
 ÙŠØ¹Ù†ÛŒ زماټول امتيان به جنت داخلېږي پرته له هغه چاچي انکاروکړي!
چاپوښتنه وکړه چي اې دالله رسوله!(صلی الله عليه وسلم)داسي به څوک وي چي (جنت ته له تلوڅخه )ا نکارکوي؟رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:چاچي زماتابعداري وکړله هغه به جنت ته ننوزي اوڅوک چي زمانافرماني وکړي نوهغه په حقيقت کي انکاروکړ.
 Ù…طلب دادی Ú†ÙŠ Ú…Ùˆ Ú© دنبي عليه السلام تابعداري نه کوي هغه په حقيقت Ú©ÙŠ جنت ته تلل نه غواړي ځکه Ú†ÙŠ جنت ته دتلولپاره همدايوه لاره ده،نوچي دی په دې لار يون نه کوي،نوداسي معلومېږي Ú†ÙŠ دی جنت ته نه ځي،نوله دې امله به دغسي سړی له جنت څخه محروم وي.
 Ù†ÙˆØ¨Ø§ÙŠØ¯Ù¾Ù‡ خپل ژوندانه Ú©ÙŠ درسول الله صلی الله عليه وسلم طريقي راولواوپه هروخت Ú©ÙŠ بايدمتوجه واوسوچي په دې وخت Ú©ÙŠ زموږدنبي عليه السلام کومه طريقه ده ا وبايدپلې يې Ú©Ú“Ùˆ.
 ÙˆØµÙ„ÛŒ الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه اجمعين