دا موزيم د مشورو كسانو د څېرو په نامه شهرت لري ، ملا عبدالباقي سر وښوراوه : - ښه ! او بيا يې مېلمه پال وپوښت : - مشهور كسان لكه پاچايان او د ملكونو مشران !؟ مېلمه پال ژر ځواب وركړ : - نه دلته عادي كسان هم شته ، هر هغه څوك چې په كوم څه كې يې ريكارډ ټينګ كړى وي . ملا چې د لومړي ځل لپاره يې د ريكارډ كلمه واورېده په حيرانتيا يې پوښتنه وكړه : ريكارډ يې لا څه ته وايې ؟ مېلمه پال دستي ځواب وركړ : - داسې كار يې كړى وي چې هم حيرانوونكى او هم په ټوله نړۍ كې بل چا نه وي ترسره كړى . د ملا سر خلاص نه شو ، ځكه يې بيا وضاحت وغوښت : - سر مې پوره خلاص نه شو . مېلمه پال ريكارډ په تفصيل تشريح كړ : - لكه له ټولو زيات اوږده بريتونه ولري ، ږيره يې بې سارې اوږده وي ، نوكان يې له مترو واوړي ، يا تر ټولو اوږد عمر ولري . په هر شي كې يې چې په نړۍ كې سيال او مخى نه وي ، هغې ته د ريكارډ لرونكى وايې . ملا او مېلمه پال دا خبرې كولې چې ناببره د ملا سترګې د لينن په څېره ولګېدې، له خولې يې په حيرانتيا ووتل : - دا ملحد نو دلته څه كوي ، تاسې انګرېزان هم عجيبه قام ياست ! هلته مو موږ ته د ده موريدان په غېږ راوستي ، زموږ شا راډبوئ او دلته يې نېغ په موزيمونو كې راځوړندوئ . مېلمه پال ژر ورغبرګه كړه : - دلته يوازې د سياست پهلوانان نه ، بلكې د مذهب او روحانيت ستر استازي هم وجود لري . دستي يې يوې څېرې ته ګوته ونيوه : - دا پېژنې ؟ ملا چې څنګه څېرې ته ځير شو ، ژر يې ځواب وركړ : - دا څوك نه پېژني ، دا خو خُميني دى كه نه ؟ بيا يې مېلمه پال ته مخ راواړاوه . - څنګه يې موږ هېر كړي يو ، ولې زموږ وطن خو هم له وليانو او غازيانو ډك دى. مېلمه پال وخندل او په خندا يې ځواب وركړ : - غم مه كوه ! خپل وطندار به هم وګورې . ملا دستي په خبرو كې ورولوېد او پوښتنه يې وكړه : - بس دغه خبرې كوه ، نه چې موږ مو هېر كړي يو ، هسې خو زموږ ټول وطنداران بايد دلته راځوړند واى ، دې لوى خوګ سره كوم بل نر غير له موږه افغانانو په غېږه ورتلاى شي . مېلمه پال وخندل : - يره قوماندان صاحب ! رښتيا وايې ، خو دلته له ټولو زيات د مشهورو كسانو ځاى دى . ملا ته پوښتنه راولاړه شوه . - تاسې وويل ښه او خراب دواړه ؟ مېلمه پال ځواب وركړ : - هو چې په خپل عمل كې بېساري وي . ملا وويل : - چې داسې ده ، كارمل به هم په كومه څنډه كې راځوړند وي . دوى په ورو ، ورو قدمونه اخېستل او يو په بل پسې يې د تصويرونو ننداره كوله چې د ملا له خولې ناببره چېغه شوه : - يا رب العالمينه ! له قدرتونو دې ځار شم ، دا خو زه هم دلته راځوړند يم . بيا له حيرانتيا هك پك شو : - دا څنګه سر مې خلاص نه شو . له ما خو ډېر لوى ، لوى قوماندانان شته چې تر ټولې دنيا تللي او څو ځلې ستاسې مشرې او د امريكا مشرانو مېلمانه كړي . مېلمه پال ځواب وركړ : - خو ريكارډ يوازې تا ټينګ كړى . ملا حيران شو : - څنګه ؟ - ستا په لاس او امر چې څومره خلك وژل شوي ، د نړۍ هېڅ جلاد يې په نن سبا كې سيال نه دى . ملا وويل : - خو ما بې ګناه خلك نه دي وژلي ، ګوره چې پام دې وي دې خبرې ته ، هغه هر يو يا عسكر ، يا مامور سازماني يا حزبي و او يا هم دوى ته قريب څوك . مېلمه پال وويل : - چې هر څوك وو ، دا يوه خبره او دا چې څرنګه او په كومه بڼه ؟ ملا په خبرو كې ورولوېد : - په دې هم خبر ياست چې څنګه مې وژلي ؟ مېلمه پال وويل : - په هر څه ، دلته ان دا ارقام هم شته چې څو تنه مو په توپ الوځولي ، په څو تنو مو چاړه راكښلې او څومره مو په ټوپك وېشتلي ؟ ملا حيران شو : - دا څه وايې ؟ تاسو ته دا ټولې شمېرې معلومې دي . مېلمه پال پاس څېرې ته وكتل او ملا ته يې كړل : - وګورئ ! پاس د څېرې لاندې هر څه شته ، تاسو يوازې د دې كال په جريان كې 3500 كسان له تېغه تېر كړي . دومره قتلونه په نړيوالو جګړو كې هم يوه تن په خپل لاس نه دي ترسره كړي . ملا استدلال وكړ : - خود چې داسې ونه كړو ، په بل شان ستاسو او زموږ دا ګډ دښمن راپرزېدى شي؟ بيا يې په ورو له خولې ووتل : - رښتيا وايې چې د زرو قدر په زرګر وي . تاسې مې په قدر هغه دى پوهېږئ ، خو خپل وطنداران او خپل د جهاد ملګري څه څه راپسې نه وايې !