پښتو ژباړه: رحمت آریا سپتامبر: ۲۰۰۸
ببرک کارمل د سپتامبر په ۱۱ نېټه د ماسپښین په دریو بجو د دیپلوماتیک تړون له مشره سره وکتل. هغه خپلې خبرې په چکسلواکیا کې د هغه د اړوندو دیپلوماتیکو چارو په پای موندلو راپیل کړې. د دیپلوماېتک تړون مشرځواب ورکړ چې د بهرنیو چار وزارت غه خبر په کابل کې د چکوسلواکیا د استوگن سفارت له لارې تر لاسه کړی دی. کارمل وویل چې هغه پوهېده د هغه اړوندې چارې په چکوسلواکیا کې په رسمي ډول پاې ته رسیدلې خو د خپل گوند د مشرتابه د یوه غړي په توگه غواړي له ملگري بیلک سره وگوري چې د خپل هېواد داړوپیچ او د خپل ځان په تړاو ورسره خبرې وکړی. همداشان کارمل خبر ورکړ چې د اوسني روان کورني اړوپیچ په اړو دوړ کې نه غواړي خپل مورني ټاټوبي ته بیرته ستون شي خو یوه پانگوال هېواد ته په هېڅ ډول کډوال کېدنې ته لیوال نه دی. هغه خپله موخه رابربنډه کړه او د سیاسي پناه غوښتنه یې وکړه. کله چې کارمل د سفارت له کاره له گوښه کېدلو وروسته په چکسلواکیا کې د خپل مدني حالت په تړاو پوښتنه وکړه چې مدني حالت به یې څه وي نو د دیپلوماتیک تړون مشر ځواب ورکړ چې تاسو د یوه افغان تبعه په توگه د افغان د سفارت تر ساتنې لاندې یاست. اخځ : http://www.wilsoncenter.org/index.cfm?topic_id=1409&fuseaction=va2.document&identifier=5034D0DB-96B6-175C-90CF0C4CC31CC1C6&sort=Collection&item=Soviet%20Invasion%20of%20Afghanistan