لومړی مخ دنفیس اسلامي ټولني موخي نظرونه خبرتیاوي اړیکي
لړلیک
بېلابیل
هدايت الله حميدي2007-12-11

د نفيس اسلامي ټولنې درنو مشرانو . السلام عليكم ورحمة الله و بركاته .

دا چي تاسې دومره ستر كار ته مټې رانغښتې دي ، له الله تعالي نه درته په هر ګام كي نصرت   او لوړي حوصلي غواړم اوستاسوددنيوي اواخروي كاميبيو دعا كوم .

ما هغه ليكني چي د ښه راغلاست او د نفيس اسلامي ټولني دموخوترعنوان لاندي

ليكلي وي ولوستلي او باور مو وشه چي ډير پري خوښ شوم ،ريښتياووايم داسي يو اسلامي سايت زما د زړه پخواني هيله وه چي الله تعالي ستا په لاس تر سره كړه .خداي د وكړي چي پدي لوړ هدف كي بريالي شي او دا لوړ اهداف ګام په ګام مخته بوزي .انشاالله موز به وخت په وخت خپل وړانديزونه تاسي درنو ته وړاندي كوو .   ستا سي د لابريا په هيله

رازمحمد2007-12-07
/11/1428 04:20:19 ص): دير دير د ميني او محبت نه دک سلامونه له طرفه د رازمحمد نورزي پکتياوال لپاره دنفيس قسم تولني ته د زره له ميني او محبت نه دک سلامونه وراندي کوم خداي ج د وکري چه همدا قسم ويب پاني پرانيستي چه خلک د اسلام لوري ته را وبلي باور وکري چه د افغانستان بلخصوص د شمال خلک د کفرپه لوري روان دي خداي د وکري چه خلک د اسلام لوري ته را وبلي زمونژ ددغسي ويب پانو تبليغات کوو و سلام رازمحمد نورزي پکتياوال مزارشريف او بيا د بينوا ويب پاني چخه په منني سره
ډاکټرځلاند2007-12-05
دنفيس خپرندويې ټولني قدرمنوخدمتګارانواوکارکوونکوورونوته !
دزړه له کومي موهيلي اونيکي ارزوګاني ومني
ګرانوورڼو!
له ډيري مودي راهيسي له ډيرګران ليکوال،شاعراوملګري مولوى صاحب نورالله وفاسره په تماس کې وم چې دنفېس خپرندويې ټولني دکارونواوخدمتونوپه هکله به يې وخت په وخت خبرولم .ډيرخوښ شوم چې ستاسوويبلوګ اوپاڼه مې هم دادي دبينواله لاري پيدا کړه ترڅوورځني مالوماتونه تري ترلاس کړايشم.خوښې مې لازياته شوه چې دسيرت محمد ص دکتاب دچاپ په هکله مې پکې خبرولوست ،په ريښتيا هم چې داموډيرسترخدمت دلوى افغانستان اوسيدونکي له پاره  ترسره کړي دي .پدي کارکې چې زه څومره په تماس کې وم اوځان به مې خبرساته نودمولوي صاحب وفا سره به مې تل اړيکي ساتلي اوهغه به ددې کاردپرمختګ په هکله خبرراکاوه ، په اخرځل چې کله کابل ته راغلي وه نوراته يې وويل چې ډيرژربه چاپ شي .هلته مې لاترمخه ورته ددې نيک کاردسرته رسولو مبارکې ويلي وه اودادي اوس چې نوموړي کتابونه دګرانولوستونکيو ترګرانوسترګو اوپاکولاسونو پوري رسيدلي يوځل بيا يې مبارکي ټولوهغووروڼواودوستانوته وايم چې ددي ارزښتناک اثر په چاپ اوخپرولوکې مرسته کړي اودي سترکارته يې دپاى ټکى ايښې دي .
ستاسودلازياتوبرياواوياړونوپه هيله !
ستاسوکشرورورډاکټرځلاند ،کابل افغانستان
دليندئ ۱۴مه ۱۳۸۶ل
عصت الله خالد2007-12-04
بسم الله لرحمن الرحیم
ډېر د فخر او ویاړ ځای دی چې زمونږ قدرمنو او درنو وروڼو داسې یو ښکلي او د ثوابه ډک کار ته مټې رانغښتي چې ثواب یې یواځې لوی څښتن تعالی (ج) ورکولی شي.
درنو وروڼو!  له هر څه د مخه در ته مبارکي، د لوی څښتن تعالی څخه در ته په دې کار کې مرسته او نصرت غواړم او خدای دې وکړي چې په خپلو موخو او هدفونو کې بریالي، هاند او څپاند اوسی او خدای مو لا ګړندي او ځغاست لره.
ګرانو وروڼو! ما غوښتل چې یو څو وړاندیزونه در ته ولیکم  خدای دې وکړي چې په ارت تندي یې ومنی.
1.        کوښښ وکړی چې ټولې هغه پوښتنې او سوالونه چې له تاسو یې خلک کوي ځان ته یو Page ولري او هر څوک وکولای شي چې دغو پوښتنو ته لاس رسی ولري تر څو یو پوښتنه څو ځلي تکرار نشي.
2.       ښوونې او روزنې په اړه چې څنګه میندې او پلرونه خپل ماشومانو او بچیان زده کړو ته وهڅوي په تېره بیا اسلامي او عصري زده کړو ته ځکه چې ډېری زمونږ ځوانان او پوهان په اسلامي زده کړې نه لري او بلکل ترې  بې خبره دي.
3.     د ښځو او انجو د زده کړو مسئله ځکه چې همدغه لور او نجلی سبا مور او انا جوړي او تر ټولو زیاته او ښه ونډه د ماشوم په روزلو کې  همدغه لور او نجلی چې نن یې زده کړو ته نه پریږدو لري.
4.      کوښښ وکړی د ماشومانو په اړه او د هغوی د روزنې په اړه ډېر څه په دغه ویبلاګ کې زیات کړی.
5.      سود، د اسلام پنځو بناوو او نورو هغو مسئلو چې ورځني ژوند کې پکاریږي.
6.       د میړه او ښځې چلند او د دوی ګډ ژوند او همدارنګه د دوی کورواله په اړه.
7.      سوداګري په اړه باید ډېر څه ولیکل او ور زیات کړی شي ځکه چې زمونږ ټول خلک سوداګري کوي خو ولې ډېری یې د سود معاملې کوي او په دې هم نه پوهیږي چې دا سود دی او که نه.
8.     زنا په اړه.
9.     د ځوانانو په اړه
10.      د مشرانو ته د احترام او کشرانو باندې د شفقت په اړه ډېرې زیاتې ستونزې او مشکلات شته خو انشاء الله ورو ورو به ټولې حل او اوارې شي.
په پښتني مینه او د لا زیاتو هڅو په هیله مو
عصت الله خالد   0700 154 664  له کابل نه
برهان الدین دربار2007-09-29
سلامونه او مینه مي ومنئ . ډیر دخوشحالی ځای دی چي په لومړي ځل د سلام د مقدس دین احکام او زموږ نور مذهبي کړنلاري په مورنۍ او ملي ژبه پښتو د نفیس علمي ټولني له خوا خپریږی  . دا واقعا یو ستر او نیک خدمت دی  الله سبحان و تعالی دی اجرونه درکړی ستاسی د لا بریالیتوب په هیله