مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2021-07-05   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دخوشال خټک عقیده او سیاسي فلسفه ـــاوومه برخه

رڼاګل اریوبزی

 

د خوشال په فکر پوهې ته دلاسرسۍ لار اوشرایط:
د-خپل زیار او هلې ځلې (عمل)

ته تسلمیږي. بې وسي، ناهیلي اوغلامي دژوند مزه له منځه وړي. دسوکالۍ اوازادۍ طلب يا په کلکه غوښتل دبې وسۍ اوغلامۍ ځنځیرونه ماتوي اوهر انسان سیالۍ او سوکالۍ ته هڅوي او رسوي. نو ځکه خوشال خټک راښيي چې:

په طلـب کې Ú©Ù‡ سـستې نه وي باورکړه       د ژوندون اوبه به بیامومې په کام
 [ دخوشال خټک کلیات............ÛµÛ·Û³ مخ ]
خوشال خان په خیالي نړ
 Û کې راته خیالي ژوند نه جوړوي بلکې په واقعي دنیا کې واقعتیونه په ګوته کوي اوراښيي چې هر کاراوهره چاره له ځان سره ډیرې یا لږې ستونځې لري اوستونځې له سره دژوند یوه برخه جوړوي. دا د انسان له ارادې وتلی قانون دی چې، Ú©Ù‡ Ú…ÙˆÚ© ژون کوي، نود ژوند ستونځې به زغمي. خوشال خټک لیکي لیکي چې:
Ú©Ù‡ دې راحت دی Ú©Ù‡ دې محنت دی       Ú©Ù‡ دې رحمت دی Ú©Ù‡ دې زحمت دی
Ú©Ù‡ خـا نـد ې خانـده، Ú©Ù‡ ژاړې ژاړه       دا به
 Ø¯Û تـل وي Ú©Ù‡ دې صـورت دی
 [ دخوشال خټک کلیات...........Û´ÛµÛ° مخ ]
راحت دژوند دایمي یار نه دی، په ژوند کې ستونځې اولانجې هم سر را پورته کوي. بې ستونځوژوند یوازې یو خیال یا ارمان دی. ستونځې اولانجې له سره هغه وخت ورکیږي چې ژوند پای ته ورسیږي. نو ځکه دژوند یوه مانا دربړو اوستونځوسره مبارزه هم ده. دستونځو سره دمخامخ کیدو په صورت کې مو خوشال
خوشال خټک د بشریت مقام ته په لوړ ارزښت قایل دی. دی دیوه مسلمان په توګه دخپلې دیني عقیدې په پیروې انسان ته د اشرف المخلوقات په سترګه ګوري او په دې عقیده دی چې بني ادم دپت او عزت سره دنیا ته راغلی دی، نوځکه پت اوعزت له ا نسان څخه نه بیلیدونکې اودهغه دایمي ځانګړتوب دی. له بلې خوا خوشال خان په دې عقیده دی چې لوی پروردګار خپل دې مخلوق یانې انسان ته دخپل شخصیت دجوړولویانې دعلومواو فنونو، هنرونواوکمالونو، دحرفواومسلکونواود نوروزده کړولوی وس اوځواک ور کړی دی او کولی شي چې ځان په ډول ډول مهارتونواوقابلیتونو سنبال کړي.دې موخې ته درسیدو له پاره خوشال خان یوبل شرط په ګوته کوي اوهغه هم دانسان خپل عمل، خپل کار او خپل زیار اوخپلې هلې ځلې دي. په پښتو ژبه کې دې متل:« خپل عمل دلارې مل دی». تراوسه خپل ارزښت له لا سه نه دی ورکړی. موږ په تیربحث کې زده کړو ته دلاس رسي او دشخصیت په وده اوجوړونه کې دچاپیریال په رول وغږیدواو راښکاره شوه چې خوشال خان دانسان دشخصیت دودې څرنګواالی په چاپیرال پورې تړي یانې هغه تر ډیره دټولنیز چاپیریال محصول بولي خو هیڅکله دچآپیریال دا رول مطلق نه ګڼي. چاپیریالي شرایط دشخیت په وده، دزده کړو په څرنکوالې، دهغوی په کیفیت او کمیت لویه اغیزه شندي، خو دانسان دفعالیت، دهغه دخپلو هلوځلواوزیار اوزحمت ضرورت له منځه نه وړي. ددې ټکو مانا داده چې انسان دخپل ټولنیزچاپیریال په چوکاټ کې او دهغه په مرسته په خپل عمل، کار اوزیار زده کړه کوي اودخپل ځان په جوړولو کې خپله دنده تر سره کوي. په ډیرو ښو او پرمختللو ټولنیزو شرایطو کې هم بې له خپل فعالیت، زیاراوزخمت څخه کومې موخې ته رسیدل دتصور وړ نه دي. انسان په خپل فعالیت یا عمل نه یوازې ځان جوړوي بلکې داجهان یا دځان ټولنیز چاپیریال هم جوړوي، مانا داچې انسان دخپل چاپیریال غیرفعال او په خوب ویده محصول نه بلکې دهغه بیدار اوفعال محصول دی، چې نه یوازې دچاپیریال له امکانات تو ګټه ترلاسه کوې بلکې دهغه په جوړولو او پر مختګ کې هم فعاله ونډه اخلي. دبیلګي په توګه دنن ورځې داځوان نسل چې په ښوونځیو کې په زده کړولګیادي اوسبا به په پوهنتونونو کې لوړې زده کړې کوي یوه ورځ په خپله دهمدې مؤسسوعلمي اواداري لار ښوونه په لاس کې نیسي، په هغوعلمي مهارتونو او قابلیتونو چې دخپلو استادانو په مرسته يې زده کړې وې، خپلې تجروبې اومالومت ورزیاتوي او ددواړو په مرسته دا علمي چآپیریال پر مخ بیايي اوکمي او کیفي وده ورکوي. خوشال خان دانسان دا بدلون راوړونکئ عمل یا فعلیت د ديني او دنیوي راحت سرچینه ګڼي او لیکي چې:
Ú©Ù‡ راحت غواړې په ځا Ù† محـت قبول Ú©Ú“Ù‡       بې محـنـته هـیڅوک نـه مومي راحت
د عــمـل ذ خــیــره وا ســتــوه د وړانــدې        دا یـو څـو ورځـې ژوند ون دی غنیمت
 [ دخوشال خټک کلیات......... ÛµÛµÛ° مخ ]
دخوشال خان په نظر دانسان کړه وړه یاعمل بیلابیل ډولونه لري خو دی يې ترهرڅه د مخه په اخلاقي لحاظ په ښه کار یا ښه عمل او بد کار یا بد عمل ویشي. دښه عمل پایله ځان اوبل انسان ته ګټه رسول دي، دځان اودبل دزیان مخه نیول دي او دبد کار پایله بیا په خپل وار ځان یا بل ته زیان رسول اوتر دې چې دځان اویا دبل بربادول دي. نوځکه تینګار کوي چې هرانسان باید په نیک نیت نیک عمل وکړي، نیکي دژوند عادت وګرځوي او له بدو ځان وساتي. دی لیکي چې:
دهر چا قد ر پخـپل همت دی       دهرې چارې مدار په نیت دی
د نیکو فعل دځان راحت دی       د بد Ùˆ فعل دځا Ù† زحـمت دی
 [ دخوشال خټک کلیات........Û´Û´Ûµ مخ ]
خوشال خټک دبشري ټولنې او دانسان دفردي شخصیت په وده، جوړونه يانې په علومو، هنرونواو کسبونو دځان په سنبالونه کي نه یوازې دانسان کاراوعمل ته زیات ارزښت ورکوي بلکې موخې ته درسید و لارې چارې هم راښیي. دالار ښوونې د نن ورځې ځانګړي درسي میتودونه لکه تشریح، لیکچر، پروژې اونور نه دي بلکې عام فلسفي- روحي اړخ لري چې دژوند په بیلا بیلو چاروکې موخې ته درسیدو له پاره په کاریدلی شي او دزده کړې اوښوونې په برخه کې هم په زړه پورې مرسته کولی شي.
 Ø®ÙˆØ´Ø§Ù„ خان تر ټولو دمخه ټینګار کوي چې هر کارباید په خپل لازم وخت کې پیل شي. Ú©Ù‡ دچارې دپیل وخت په نظز کې ونیول شي نو ډیره ګټه ترې تر لاسه کیږي، ځکه چې وخت نه ضایع کیږي او په دې توګه په دې چاره کې بري ته درسیدو لار اسانه کیږي. Ú©Ù‡ کار په خپل لازم وخت کې پیل نه شي، دپیل وخت يې تر شا واچول شي نو په دې صورت کې دکار دسرته رسولو له پاره دټاکل شوي وخت یوه برخه ضایع کیږي او دا چې هره چاره دوخت په بهیر کې تر سره کیږي نود دې چارې د تر سره کولو وخت لنډیږي، تر سره کول يې سخت اویا ناممکن  کیږي، پایله يې ناکا مې ده او بری نه تر لاسه کیږي. دبیلګي په توګه دافغانستان په تعلیمي نظام کې دبکولریا دترلاسه کولو له پاره په ۱۲کالو کې Û±Û² ټولګیزه لیسه ټاکل شوې ده. ماشومان په شپږ کلنۍ کې په لومړي ټولکي کې شاملیږي او د بري په صورت ګې په Û±Û¸ کلنۍ کې فارغیږي. Ú©Ù‡ Ú…ÙˆÚ© غواړي چې ماشوم يې باید په Û±Û¸ کلنۍ کې بکولوریا تر لاسه Ú©Ú“ÙŠ نو یوشرط يې دادی چې په شپږ کلنۍ کې يې په ښوونځي کې شامل Ú©Ú“ÙŠ. په هره اندازه چې په ښوونځي کې دماشوم شاملول ځنډوي په همغه اندازه يې په Û±Û¸ کلنۍ کې بکولریا ته دلاس رسۍ امکان راټیټوي او ترې چې هغه له سره ناممکن کوي. نوځکه خوشال خټک ټینګار کوي چې:
 Ú…ÙˆÚ© په خپل پټي کرل کا داغزیو       چا په خپل پټي ګلونه دي کرلي
پسینه کرنه هــومــره فـــاید Ù‡ نـه کا       چې په وخت کرنه کا بری آخلي
چې محنت په ځان قبول کاراحت مومي   رنج دګنج سره دادواړه دي تړلي
 [ منتخبات  خوشال ختک............ Û±Û³Û¹ مخ ]
خوشال خان نه یوازې په لازم او ټاکلي وخت کې دکار په پیل ټینګار کوي بلکې داهم راښيي چې دکار هره برخې باید په خپل وخت پای ته ورسیږي، یانې باید دیوې ورځې کار وبلې ورځې، داونۍ او دمیاشتې کار بلې اونۍ اومیاشتې ته ونه ځنډول شي. که چیرې دکار هره برخه په خپل وخت ترسره نه کړو نو ترې ښه پایله تر لاسه کولی نه شو او ټاکلې موخې ته رسیدلی نه شو. دی وايي چې:
Ú©Ú“Ù„ دي ویل دي دواړه اوان لري        چې وخت ېې تیر شي افسوس ارمان لري
چې کار د نن ورځ پریږدي سبا ته       هوښــیا ر به نه وي دا خوی نا د ا Ù† لري
[ دخوشال خټک کلیات...........۴۹۲ مخ ]
خوشال خان دانسان هغه عقلي اوجسمي اینرژۍ، چې په مرسته يې یو کار، دبیلګې په توګه په ریاضي کې دلیسانس ترلاسه کول، په خپل وخت پیل او په ټاکلي وخت کې پای ته رسوي، همت بولي اوهمت ته بیا په خپل وارتر سروزرو ډیر ارزښت ور کوي اوانسان ته دلوی پروردګار تر ټولو ښه نعمت ګڼي اولیکي:
چې ېې ورکا چاته خدای شکردي کاندي       په جهان کې لویه برخه دهمت د ÛŒ
 [ منتخبات خوشال خټک.........Û³Û´ مخ ]
ځکه چې انسان دهمت په مټ اوښه خصلت له ځان څخه داسې ښه اولوی شخصیت جوړولی شي چې ډیرې لویې او پیچلې چارې هم سرته رسولی شي. حقیقت دادی چې خوشال خان ښه خصلت او همت دانسان داخلاقي شهامت او مسلکي لیاقت او مهارت سرچینه ګڼي اولیکي چې:
Ú©Ù‡ بد يې ÚšÙ‡ به شې په ÚšÙ‡ خصلت       Ú©Ù‡ Ú©Ù… يې لوی به شې په لوی همت
وفا له هرچا Ú©Ú“Ù‡ جفا له هرچا ÙˆÚ“Ù‡       د یـن او د نـیا غـواړه په ÚšÙ‡ صحت
 [ دخوشال خټک کلیات...........ÛµÛ²Û² مخ ]

همت یانې کار اوفعالیت دشخصیت دجوړیدنی لامل دی او په کار اوزیارکې ښه لیاقت، وچت مهارت، قابلیت اوښه خصلت دلوی اوهسک شخصیت نماینده ګي کوي او څوک چې دا ځانګړتیاوې لري په حقیقت کې داامکان ترلاسه کوي چې بل چاته داحتیاج، تمې اوهیلې یانې دذلت ژوند نه ځان وساتي، خپل کور په خپلو مټوښاداوابادکړي، خپل پت او عزت وساتي اوازاد اوسر لوړی ژوند ولري. نو ځکه خوشال خان ټینګار کوي چې ګدايي به نه کوې اوپه سختو ستونځو کي به هم همت له لاسه نه ورکوې. خوشال بابا لیکي چې:
Ú©Ù‡ دارو په خواست موندل شي مه يې اخله         Ú©Ù‡ دې مرګوته نږدې کا ندي زحمت
Ú©Ù‡ اسـما Ù† دي د مزري پـه خوله کې ورکا        د مزري په خوله کې مه پریږده همت
 [ دخوشال خټک کلیات..............ÛµÛµÛ° مخ ]
هو، ګدايي هیڅوک له ګدايې نه ازادوي بلکې په ژوندکې ګدايي او غلامي دایمي کوي. هغه څه چې مو له ګدايۍ اوبې وۍ سۍ ازادوي، دهمت په برکت، په هدف برابر زیار اوزحمت، تر لاسه شوې پوهه ده، حکمت دی، په کسب اوکار کې مهارت او قابلیت دی. نوځکه خوشال خټک دهمت په ساتلو ټینګار کوي او دهمت سره ژوند ازاد او دپت اوعزت ژوند ګڼي. همت نه یوازې دخوشال خټک په فکر اونظر کې لوی ارزښت او لوړ مقام لري بلکې تر ټولو دمخه د ده دعملي ژوند بنیاد جوړوي. خوشال خان دوتلي پوه، شاعر، ادیب، او افسرپه توګه خپل شخصیت په لښکرواو پلتنونه بلکې دهمت په وزرو جوړکړی دی، چې دې مقام ته رسبیدلی دی اوپه حق وايي چې:
 Ù¾Ù‡ اسمان باندې پیره Ú©Ú“Ù…     د هـمت  پــه پــروبــا Ù„
دخپل خدای منت راباندی     چې ېې رانه کړبل خیال
بخــارابخــښـم هــغــه یم     پــه د یــد Ù† دیــوه خــال
[منتخبات خوشال خټک............. ۶۵ مخ ]
خوشال خان دهمت جسمي او معنوي اینرژي په هر انسان کې ویني، خوداسې راته ښکارې چې ددې اینرژې فعالول اوکارول په« طلب » یانې  مطلب ته درسیدو له پاره Ù‡Ú…Ùˆ پورې تړي. دبیلګي په توګه Ú©Ù‡ Ú…ÙˆÚ© د ازاد، بسیااو په خپلو مټو متکي ژوند په طلب کې وي او دې ډول ژوند ته در سېدو Ú©Ù„Ú©Ù‡ اورښتینې اراده لري نوخامخا به د همت نه کاراخلي. Ú©Ù‡ په ژوند کې طلب او هدف نه وي، همت نه را بیداریږي اوهمت چې پکې نه وي، ټول ژوندون بې مالګې کیږي، اړتیا اوبې وسي يې په نصیب شي، سیالي ا Ùˆ ازادي له لاسه ور Ú©Ú“ÙŠØŒ غلامې خان « صبر » ته هڅوي. صبرد خوشال خټک په قاموس کې تم کیدل، په ځای دریدل اویالاس په زنه کښيناستل او له کاره لاس په سر کیدل نه دي. صبر دهمت د منځپانګې يوه برخه ده، په کار اوعمل کې حوصله ده، زغم دی، په ستونځو باندې بري ته درسیدو له پاره دتد بیرنیولواودکارد نوو میتودونودمیند لواو کارولو یوفرصت دی. اوښيي چې همت بې موخې ځغاسته نه ده، د دیوال سره د سرجنګول هم نه دي. همت دغور او تد بیر له مخې دهدف په لور Ù‡Ú…Ù‡ ده او دوخت په بهیرکې دعقل په بنسټ بناشوی عمل دی چې دخوشال په عقیده ډیرې ستونځې له منځه ÙˆÚ“Ù„ÛŒ شي اوحتی په ظاهره ناممکنې چارې ممکن کولی شي اوډاډ راکوي چې:
صبر دزړه راوړه، راستي دادواړه       همت په کار دی له خدایه غواړه
Ú©Ù‡ کام د فـتح وظفـر بـیانه مومې       تا وان دې وا Ú“Ù‡ ز مــا  پـــه غـاړه
[ دخوشال خټک کلیات .............۴۲۱ مخ ]
خوشال خان په زده کړوکې بري ته درسیده له پاره دډیرو پخوانیو زمانو راهسې کارول شوی او له ازموینې تیر شوی میتود هم په ګوته کوي. دا میتود دمشق او تمرین میتود دی. مشق اوتمرین په زده کړو کې میتودیک تکراري عمل ته وايي. د دې میتود موخه نه یوازې د انسان د شته( موجود ) جسمي اوفکري ځواک، مهارتونو او قابلیتونو ساتل، دهغوی دکمزورتیا، ضایع کیدو او ورکیدو مخنیوی دی، بلکې دهغوی نورغښتلتوب یانې زیاته وده او پر مختګ هم دی. مشق او تمرین که له یوې خوا اوږد تاریخ لري، نو له بلې خواد انسان دژوند په بیلا بیلو پړاوونو کې، د کوچني دساده کړنو، کښیناستل، خاپوړې، دریدو او منډو څخه رانیولې، بیاتر لوړو او پیچلو پوهنیزواوهنري مسلکونو په زده کړه او ورپسې داستاذۍ درجې ته په رسیدوکې ارزښتناک رول لوبوي. نوځکه خوشال خان ټینګار کوي چې:
 ØºØ´ÙŠ Ú†Û ډیر ولي ÚšÙ‡ تیرانداز شي       چې مشق دخط Ú©Ú“ÙŠ وخط ته ساز شي
کار د مـحـنـت  د ÛŒ د مـشــقـت دی       ورو ورو په هر هر هــنر ممــتاز شي
 [ د خوشال خټک کلیات...............Û´Û¹Û° مخ ]
 Ø¯Ø®ÙˆØ´Ø§Ù„ خان په روزنیزه فلسفه کې محنت او مشقت یانې زیار او زحمت دعلم اومعرفت اود کسب اوکمال په زده Ú©Ú“Ù‡ کې تر هرڅه لوړ مقام لري، زده Ú©Ú“Ù‡ فرض بولي، دعبادت نه يې لوړه Ú«Ú¼ÙŠ او په هغه کې دیني اودنیاوي سوکالي او سرلوړي ویني. دا نه یوازې دخوشال عقیده وه، بلکې دهغه دژوند عملي لار هم وه چې، دخوشال خان نه يې دعلومو اوکمالونو سردار جوړ Ú©Ú“ اوزه يې د دې لیکنې په پای کې دې ته راوباللم چې په دي هکله پښتنو ته دهمزه شینوارې هغه پیغام یو ځل بیا تکرار Ú©Ú“Ù…ØŒ چې په سریزه کې مې رانقل Ú©Ú“ÛŒ Ùˆ. همزه وايي چې:
وروځې لیــمه زلــفې بــاڼـه پښتانه       Ú…Ù†Ú«Ù‡ یو ځای شول پښتانه پښتانه
لــږ مې نــظر تــه هر Ú©Ù„ÛŒ Ùˆ وا یه       رټــلي نـــه د ÙŠ مــیلــمانـه پښتانه
زلــفې کــمڅې کمڅې ښــکلا ګــڼمه        ولې دي وي خـواره واره پښتانه
خدای Ú«Ùˆ چې خپل مرام ته ورسیږي       Ú©Ù‡ د خــوشـال په لاره تله پښتانه
[ دحمزه شینواري کلیات(غزلې): دانش خپرونه، پیښور ۱۳۸۹ ل ش کال ۳۳۵ مخ]
  Ù¾Ø§ÛŒ
   


 


 

 

تازه پورته سوي ...

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery