مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-07-28   مخپرونکئ : 114 - دبېنوالیکوال- Ú©Ù€

د روژې نولسمه تحفه

نثار احمد صمد
سرچینه : د لیکوال اثر ( اخلاقی کنایې ØŒ دوهم جلد ØŒ ناچاپه )

درنو لوستونکو ، پرون مو وویل چی روژه جسمانی او روحانی دواړه اړخونه لری او جسمانی روژه مو مختصرأ وشنله . خو روحانی اړخ یې دا دی چی روژه انسان متقی کوی ، یعنی : روح پیاوړی کوی ، توبه مساعدوی ، ګناهونه سوځوی ، معنوی او فرهنګی بیا رغونه ایجادوی او باالاخره ایمان ټینګوی . څنګه ؟ داسی که جسمانی روژه رښتیانۍ او صادقانه وی نو یو مسلمان به ډیر عبادات ، نوافل ، تسبیحات ، ذکر او تهلیل کوی ، تلاوت ، عفو ، ښه سلوک ، حوصله ، صبر ، حِلم او زغم ، تواضع ، صدقه او خیرات..... به کوی . نو ځکه روژه یوه روحانی توښه ده چی مسلمانان یې د ځانو سره آخرت ته وړی .
پوهانو ویلی دي چی معده د ډول ډول ناروغیو کور دی . د دغه کور صفایی او پاکي په همدې میاشت کی کیږی . نو الله دی د جسمانی او روحانی روژې د بشپړ مراعاتولو توفیق راکړی . او دا هم نولسمه تحفه ( ن . صمد )


د خدای حکمت

په یو باغ کی پلار او زوی په خبرو اترو لګیا وو . زوی خپل پلار ته وویل چی ما ته خو په دې کی د خدای هیڅ حکمت نه ښکاری چی د خرما غوندی یوه کوچنۍ او سپکه میوه یې په دومره غټه او درنه ونه کی پیدا کړې ده خو د خټکی غوندی درنه او غټه میوه یې بیا په یو داسی نازک او کمزوره جُړنګ کی پیدا کړې ده چی هغه هیڅ د لوړېدولو توان نلری . پلار یې ورته وویل چی الله تعالی په هر څه کی خپل حکمت او مصلحت لری خو موږ او تاسی نه پوهیږو .
Ú…Ù‡ ګړﺉ وروسته دواړه تر همدې ونې لاندی بیده سول . Ú…Ùˆ شیبې وروسته یوه دانه خرما راولوېده او د زوی پر سر ولګېده او هغه له  خوبه راویښ سو . پلار یې ورته وویل Ú†ÛŒ د خدای شکر پر ځای Ú©Ú“Ù‡ Ú†ÛŒ په دې دومره غټه ونه Ú©ÛŒ یې خټکی نه دی پیدا Ú©Ú“ÛŒ ØŒ Ú©Ù‡ نه ستا به د ژوند آخري ورځ وای ! نو آیا همدا د الهی حکمت او مصلحت یو دلیل نسی کېدای ØŸ زوی یې قانع او چوپ سو .
هو ØŒ موږ انسانان د الله تعالی په حکمت او مصلحت قطعأ نه پوهیږو او نه یې درک کولای سو . Ú©Ù‡ موږ ته احیانأ په کوم شي Ú©ÛŒ الهی حکمت او مصلحت رامعلوم هم سی باید هغه کورټ مثبت وارزوو ØŒ دا ځکه Ú†ÛŒ هغه الهی فیصله ÙˆÛŒ . آن ملایکی هم په الهی تقدیر او حکمت نه پوهیږی ( البقره : Û³Û² ) . دا Ú†ÛŒ الله تعالی هر Ú…Ù‡ پیدا Ú©Ú“ÙŠ دي بې موجبه او ناحقه یې نه دي پیدا Ú©Ú“ÙŠ او دا به د الهی عظمت څخه خلاف ÙˆÛŒ Ú†ÛŒ هغه ذات یو Ø´ÛŒ بېله ضرورته  او ناحقه پیدا Ú©Ú“ÛŒ ( آل عمران : Û±Û¹Û± ) . الله تعالی دا ټول کاینات د یو انتظام او نظام مطابق پیدا Ú©Ú“ÛŒ دی . نو الله دی موږ او تاسو ته د خدایی حکمت د مطلقأ منلو توفیق راکړی .


له غیبته ډډه

روایت دی چی یو سړي غوښته خپلی میرمنی ته ( د هر علت له مخی چی و ) طلاق ورکړی . یو چا ورڅخه وپوښتل چی د هغې کوم شی دې بد ایسی چی له امله یې طلاقه کوې ؟ ده ورته وویل چی یو مسلمان او پوه انسان خپله میرمن هیڅکله نه رسوا کوی او غیبت یې نه کوی .
کله چی یې هغه طلاقه کړه ، نو ورڅخه وپوښتل سوه چی ولی دی طلاقه کړه ؟ په ځواب کی یې ورته وویل چی یو مسلمان او پوه انسان هیڅکله د پردۍ ښځی غیبت نه کوی او نه هم خبری پسی کوی . په دې سره پوښتونکی پټه خوله او سرځوړی سو او بیا یې د دغسی ناحقه پوښتنو څخه ډډه او منع وکړه .
هو ، څومره به ښه وی که تقوا غوره کړو او د غیبت څخه ځانونه وژغورو نسبت دې ته چی د نورو آبرو او عزت د خپلو مجلسونو او بانډارونو تفریح وګرځوو او خواړه مو د انسانانو غوښی وی . غیبت هغه خطرناکه عمل دی چی د یو مسلمان دین د لاښ خورلخوا د یو جسد تر خوړلو هم ژر له منځه وړی . د یو مسلمان لخوا د بل غیبت کول داسی دی لکه د کافرانو پر ځای چی د مسلمانانو سره جهاد کوي او د دې جګړې توره یې خپله ژبه وی . نو لا بیا هم د دې عظیم غلیم د دښمنۍ څخه نه بېزاره کیږو ؟

تازه پورته سوي ...

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery