مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-07-26   مخپرونکئ : 114 - دبېنوالیکوال- Ú©Ù€

د روژې اوولسمه تحفه

نثار احمد صمد
سرچینه : د لیکوال اثر (اخلاقی کنایې ØŒ دوهم جلد ØŒ ناچاپه)

ګرانو لوستونکو ØŒ Ú©Ù‡ موږ او تاسی د کال د Û³Û¶Ûµ ورځو څخه فقط Û³Û° ورځی روژې ونیسو (  Ú†ÛŒ د خدای امر دی ) ØŒ او هره ورځ یو Ú…Ù‡ قرآن هم تلاوت Ú©Ú“Ùˆ نو Ú…Ù‡ ضرر به مو Ú©Ú“ÛŒ ÙˆÛŒ ØŸ حال دا Ú†ÛŒ هم به الله راڅخه راضی ÙˆÛŒ او هم به مو له دوږخه نجات او جنت ته د شمولیت ضمانت حاصل Ú©Ú“ÛŒ ÙˆÛŒ ØŒ ځکه دا الهی پوهاوی اوقول دی . لوی خدای د روژې د لومړۍ ورځی څخه شیطانان بند Ú©Ú“ÙŠ دي تر Ú…Ùˆ په مسلمانانو باندی په دې مبارکه میاشت Ú©ÛŒ نافرمانۍ ونکړی . خو بریالیتوب دا دی Ú†ÛŒ پر خپل نفس غالب اوسو ØŒ Ú©Ù‡ نه ناکام به یو . نو همدې مهمی باریکۍ ته په توجه سره لطفأ اوولسمه تحفه قبوله کړئ ( Ù† . صمد )


د سمون څلور فرصتونه

روایت دی چی الله تعالی هر مسلمان ته د ځان د اصلاح او سمون لپاره څلور چانسونه ورکړي دي چی هغه دا دي :
 Ù„ومړی Ù€ Ú†ÛŒ د ژوند په اوږدو Ú©ÛŒ د ځان د اصلاح لپاره توبه ÙˆÚ©Ú“ÛŒ . دغه سمون ډیر ګټور او د الهی عذاب څخه معافېدونکی ÙˆÛŒ Ø›
دوهم ـ تر مړینی وروسته په قبر کی د اصلاح او سمون موقع ، مګر د قبر د عذاب په شمول . نو ځکه نه ښایی چی یو مسلمان دغسی عذاب وزغمی ؛
درېیم ـ په قیامت کی د سمون او اصلاح موقع ، مګر د ټولو انسانانو په مخکی د سرځوړۍ او عذاب ګاللو څخه وروسته ؛
څلورم ـ په دوږخ کی د عذاب او سخت تکلیف څخه وروسته د دغسی مسلمان د ګناهونو رژول او بیرته جنت ته لیږل . خو دا داسی پاکي او صفایی ده چی د عذاب خوند یې هیڅ نه هیریږی .
هو ، نو څومره به ښه وی چی لومړنۍ موقع له لاسه ورنکړو او همدا نن د ګناهونو څخه نور نو عملأ ډډه وکړو بلکی رښتیانۍ توبه وکړو تر څو د قبر له عذابه ، د قیامت له سرځوړۍ او د دوږخ له سخت عتابه وژغورل سو . الله تعالی په خپل رحم او کرم سره ( آن د زکندن تر وخته ) انسان ته د توبې د قبولۍ موقع ورکړې ده خو صرف اراده او فیصله غواړي .


پر خدای انتقاد

لقمان په عمل ډیر ښکلی و . روایت دی چی په مخ ښکلی نه بلکی بدرنګه و . یوه ورځ یو چا ورته وویل چی اې لقمانه ! څومره بدرنګه یې .
هغه په ځواب کی ورته وویل چی د هر شي او هر څه خالق الله تعالی دی . نو زه ستا څخه پوښتنه کوم چی آیا زما د څیرې عیب لټوې او که د الله تعالی عیب لټوې ؟ دا خو صرف الهی اراده او فیصله ده چی زه باید دغسی بد رنګه اوسم ، نو ستا انتقاد پر ما نه دی بلکی پر الله دی .
سړﺉ په دې اصولی او منطقي دلیل سره قانع او پټه خوله سو او نور یې د دغسی بیهوده خبرو او بې پروایی څخه توبه وکړه .
هو ګرانه لوستونکې ، موږ او تاسی اکثرأ وایو چی فلانی څومره بدرنګه دی ، څومره ګردئ یا څومره جګ دی ، څومره ډنګر یا څومره پنډ دی ، پزه یې داسی یا خوله یې هغسی ده ، یا سترګی یې څنګه او څنګه دي...... خو حقیقت دا دی چی د خدای پر تخلیق او خلقت باندی انتقاد کوو ، نه پر هغه شخص باندی . حضرت ذالنون داسی ویلی دي : « څوک چی د بل عیبونه لټوی د خپلو عیبونو لپاره ړوند دی ، او څوک چی خپل عیب وینی د نورو عیب ته ړوند دی ». نو هیله ده چی نور نو دغه قبیح او شنیع خوی له ځانونو څخه لیری کړو او د خدای پر صناعت باندی په انتقاد سره ځانونه ګنهګار نکړو . ځکه ، په داسی ملنډو یا استهزا سره به مو اصلأ پر خدای باندی انتقاد کړی وی نه پر هغه شخص باندی . نو الله مو دی د بل د عیب لټولو څخه وساتی.

تازه پورته سوي ...

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery