مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-04-12   مخپرونکئ : 114 - دبېنوالیکوال- Ú©Ù€

د ستر دښمن سره جنګ

نثار احمد صمد
سرچینه : بېلابیل
بسم الله الرحمن الرحیم ـ تر لومړۍ او دوهمی نړیوالی جګړې وروسته دنیا په دې خوشحاله ده چی د سولی او آرامۍ څخه برخمنه ده ، خو له دې نه غافل دي چی دښمن ټولي نړۍ ته په کمین کی ناست دی ، شپه او ورځ د انسانانو د تباهۍ او ناکامۍ نقشې جوړوی . خو افسوس چی د بشری حقوقو ملاتړي ، د امنیت او نړیوالی سولی جوړښتونونه هیڅ یو هم نسی کولای چی د دې خطرناک او پیاوړي دښمن په وړاندی بریمن او اغېزمن پروګرام جوړ کړی ، آن دا چی هغوی پخپله ټول د دې ناولي دښمن ښکار دي .
دا یو نظامی اصل دی چی تر څو د غلیم ځای او پوځی قدرت معلوم نه کړو ، د هغه سره مقابله نسو کولای او نه پوهیږو چی اړونده جنګ به څومره موده په بر کی ونیسی .
ښایی ځینی کسان امریکا ، برتانیه ، اسراییل..... خطرناک وبولی او فکر وکړي چی همدا د بشر تر ټولو ستر دښمنان دي . خو که ژور فکر ورته وکړو ، نو وبه وینو چی دغه ځواکونه کولای سی چی ګڼ شمیر انسانان ووژنی او ژوند ډیر ورته سخت او ګواښمن کړی . خو هغه دښمن چی موږ یې په هکله ږغیږو ، د دغو څخه ډیر ستر او خطرناک دی . هغه دښمن کولای سی چی د انسان دنیا او آخرت دواړه خراب او برباد کړی .
هو ، دغه ستر او خطرناک دښمن « ابلیس » نومیږی چی لقب یې « شیطان » دی ( البقره : ۳۵ ، ۳۶ ؛ الاسرأ : ۶۱ ـ ۶۴ ) . دﺉ تر ټولو ستری وسلې او تجهیزات لری ، یوه ثانیه هم د انسان سره له جنګه نه بېکاره کیږی او د دې کار لپاره یې د خدای په حضور کی قسم کړی دی ، یعنی د انسان ازلی دښمن دی ( یوسف : ۵ ؛ الاسرأ : ۵۳ ؛ فاطر : ۶ ؛ الزخرُف : ۶۲ ) . کله چی هغه د خدای له امره سرغړونه وکړه ، نو خدای هم لعین وباله او د جنت څخه یې وشړﺉ ، وروسته یې له خدایه وغوښته چی تر قیامته د همدې کار لپاره مهلت ورکړی ، الله هم مهلت ورکړ ، نو ځکه له هماغه وخته ابلیس د انسان سره جنګ راپیل کړ ( الحجر : ۳۴ـ ۴۰ ) .
هغه د انسان سره په خپل لومړني جنګ کی بریمن او فاتح سو ، او په دې وتوانېد چی ابوالبشر آدم (ع) او د هغه میرمن د جنت څخه وشړی . وروسته په خپل دوهم جنګ کی هم کامیاب سو او ویې کړای سو چی په خپلو دسیسو او نقشو سره « هابیل » او « قابیل » سره وجنګوي او په دې توګه یې د لومړي ځل لپاره په نړۍ کی د قتل او ورور وژنې اساس کښېښود .
ولی پر عظیم او مهربان خدای باندی خپل بندګان ډیر ګران دي نو ځکه غواړي Ú†ÛŒ په هغوی خپل دغه ستر دښمن ÚšÙ‡ ترا وپیژنی تر Ú…Ùˆ د مقابلې لپاره یې ځانونه ÚšÙ‡ چمتو Ú©Ú“ÛŒ . الله تعالی Ú…Ùˆ Ú…Ùˆ واره په همدې خاطر خپلی سرلوحې په لاره Ú©ÛŒ راته درولی دي Ú†ÛŒ پر لیکلی به وو «  متوجه او پوه سیً Ú†ÛŒ شیطان ستاسو ښکاره او قسم خوړلی دښمن دی » ØŒ او کله کله یې زموږ انسانانو د متوجه کولو او پوهولو لپاره خپل خاص استاځي مؤظف Ú©Ú“ÙŠ او رالیږلي هم دي . خو پوښتنه دا ده Ú†ÛŒ آیا موږ د خپل دغه قسم خوړلې دښمن په وړاندی کوم اقدام Ú©Ú“ÛŒ دی Ú©Ù‡ یا ØŸ
وګورﺉ الله تعالی په خپل کلام یعنی قرآن کی دغه دښمن ۱۱ واره د « ابلیس » په نوم رامعرفی کړی دی ؛ هم یې دغه لوی دښمن د خپلو جنګي تاکتیکونو او چلونو له مخی ۶۸ ځله د « شیطان » په نوم راښودلی دی . د هغه د جمعی صیغه یعنی « شیاطین » ۱۷ ځله په قرآن کی ذکر سوې ده .
هو ، دغه تر غاښو وسلوال دښمن په دې دنیا او هغه دنیا کی د انسان د ذلیل او خوار کولو لپاره ډول ډول وسیلې او نقشې لری . دغه ستر دښمن د شپږو لارو څخه د انسان دنیا او عقبا تباه کوی :
لومړی ـ کفر او شِرک : د شیطان اول هدف دا دی چی موږ په « کفر » مبتلا کړی ، یعنی دا چی انسان باید کافر سی او الله و نه منی ؛ یا دا چی هغه لږ تر لږه « مشرک » کړی . یعنی الله وپیژنی او ویې مني ، خو یو بل څه هم ورسره شریک کړی ( یوسف : ۱۰۶ ) .
دوهم ـ بدعت : که دغه ستر دښمن په اول هدف کی ناکام سی نو کوښښ کوی چی انسان په بدعت کی یې راګیر کړی . یعنی د دود او رواج سره سم د ساختګی عباداتو کول چی یو څوک یې د ثواب په نوم کوی . بدعت هغه نوي شي ته وایی چی نه په قرآن کی تایید سوﺉ وی او نه هم په نبوي سنت او نه یې هم د څلورو خلیفه وو په عصر کی شتون لرلی وی . ځکه نو بدعت ته یو خوږ نوم ورکوی چی د غم او خوښیو په مراسمو او نورو وختونو کی یې د عبادت په نوم اجرا کوی او شیطان خوشحالوی .
درېیم ـ کبیره ګناه : که بدعت هم تأثر ونکړی نو شیطان زیار باسی چی انسان د الله څخه لیری کړی ، یعنی مخلوق د خالق څخه بېلوی . عابد او معبود یو له بله جدا کوی چی مثالونه یې قتل ، جادو ، غیبت او نور دي .
څلورم ـ صغیره ګناه : که کبیره یعنی ستره ګناه ونسي ، نو انسان په صغیره یعنی کوچنۍ ګناه مبتلا کوی . ورته وایی چی ما د مفتی صاحب ، ملا صاحب ، مولوی صاحب.... څخه پوښتلی دي ، د دې کار یا عمل اجازه سته ! لاکن باریکی دا ده چی کوچني ګناهونه سره یو ځای کیږی او ستر ګناهونه جوړوی .
پنځم ـ په مباحاتو سره مصروفول : شیطان لا بیا هم نهیلی سوی نه وی او انسانان په مباح او روا کارونو سره داسی مبتلا کوی چی تر هغه مهم او اساسی اعمال ورڅخه ضایع کړی . یعنی دومره یې په دغسی کار کی بوخت ساتی څو چی عبادت یې له لاسه ووځی . مثلأ کوم خواړه هغه ته ډیر خوندور وښیی ، هغه یې هم وخوری او بدن یې دروند سی څو چی لمونځ ورڅخه قضا سی . یا یې په کوم بل کار بوخت کړی ( مثلأ د اخبار یا کتاب لوستل ، کمپیوټر کتل.... حتی که هغه سالم او ګټور هم وی ) چی له امله یې د لمانځه وخت ورڅخه تیر سی.....
شپږم ـ مفضولو کړنو ته بلنه : که یو څوک په پنځم شیطانی دام کی هم راګیر نسی ، نو شیطان یې په یو داسی کار کی راګیروی یعنی بوخت یې ساتی چی ثواب یې لږ وی . په بل عبارت ، هغه د افضل عمل څخه راګرځوی او په مفضول او فاضل کار کی یې مصروفوی . د دې دام بیلګې موږ هره ورځ په سترګو وینو . مثلأ د تلاوت پر ځای ټلویزیون یا فلم کتل ، د نصیحت پر ځای ورقی ( پتی ) کول ، د ذکر پر ځای سندره زمزمه کول او بې شمیره نور دغسی اعمال .
نو د خلاصون او بري لاره یې څه ده ؟
Ú©Ù‡ یو Ú…ÙˆÚ© په دغو شپږو دامونو Ú©ÛŒ راګیر نسی ØŒ نو په الهی پیرزوینه سره پاک مؤمن او هدایت Ú©Ú“Ù‡ سوی انسان دی . هو ØŒ اراده او فیصله اړینه ده ØŒ بصیرت لازم دی ØŒ دعا او تضرع لازم دي ØŒ ټینګ ایمان غواړي یعنی الله ته باید پناه یووړه سی ( المؤمنون : Û¹Û· Ù€ Û¹Û¸ ) . موږ شیطان نه وینو خو هغه مو وینی ØŒ حال دا Ú†ÛŒ الله تعالی شیطان وینی خو شیطان قطعأ هغه ذات (ج) نسي لیدلای . باید جدأ متوجه اوسو Ú†ÛŒ شیطان هیڅکله یو انسان په زور یا فزیکی قوت سره خبیث عمل او ګناه ته نه مجبور Ú©ÙˆÛŒ بلکی یو ناولی کار ÚšÙ‡ ورته برېښوی او په زړونو Ú©ÛŒ وسوسه ور اچوی او په دې ډول یې غولوی ( النمل : Û²Û´ Ø› الناس : Û´ Ù€ Ûµ ) . نو Ú©Ù‡ الله ته پناه یوسو ØŒ شیطان به هیڅکله هم د فتنې ØŒ دسیسې او توطیًې کولو توان ونلري او د دغه ستر دښمن سره به په جنګ Ú©ÛŒ بریمن یو ( النسأ : Û·Û¶ ) . والسلام ØŒ « Ù† . صمد »  

تازه پورته سوي ...

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery