مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-02-14   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

دمورشیدې دماشوم لپاره په اسلام اوساینس کی(۷)

  Û±Û±: دتی رودل دموررحم وخپل اصلی حالت ته راولی، دښځې رحم هغه وخت چې ماشوم پکښې ÙˆÛŒ (Û²Û°) ځله ترخپل عادی حالت غټیږی، برعکس هغه میندې چې شیدې وماشوم ته نه ورکوی دهغه رحم پخپل حالت باندی غټ پاته کیږی.
۱۲: وماشوم ته شیدې ورکول هغه وینه ډیرژربندوی چې دماشوم دزیږیدووروسته راځی.
۱۳: دمورشیدې دماشوم لپاره هم دواده اوهم غذاده.
۱۴: شیدې ورکول دموروزن کموی، په اوسط ډول سره دشیدورکولوپرمهال مورو(۵۰۰) کالوریوته اړتیالری، چې له همدې کبله ښځه نه پریږدی چې ډیره چاغه شی.
۱۵: ټولونړیوالوسازمانوداتائیدکړیده چې ماشوم ته بایدشیدې ورکول شی. چې په دې کی(WHO) او(UNICEF) هم شامل دی.
۱۶: دمورشیدې دماشوم دزړه دتکلیفونودرملنه ده.
۱۷: پوډری شیدې په ماشومانوکی شکره (Diabetes) زیاتوی.
۱۸: شیدې ورکول دانسولینوزیاته غوښتنه کموی، یعنی هغه مورچې شیدې ورکوی هغه به وډیروانسولینوته اړتیانلری.
۱۹: که ښځه وماشوم ته شیدې ورنکړی نوښځه به درحم په سرطان اخته شی.
۲۰: که ښځه وماشوم ته شیدې ورنکړی نودتخمدان په سرطان به اخته شی.
۲۱: پوډری شیدې په ماشومانوکی حساسیت (Allergies) زیاتوی.
۲۲: دمورشیدې په ماشومانوکه نفس تنګې (Asthma) کموی اویایی مخنیوی کوی.
۲۳: پوډری شیدې په ماشومانوکی ناڅاپی مرګ ډیروی.
۲۴: دمورشیدې دماشوم دنس ناستی په کنترولوکی پوره وڼده لری.
۲۵: دمورشیدې ماشوم ددماغ له ټولوستونځوڅخه ژغوری.
۲۶: دمورشیدې ماشوم له التهاب څخه ژغوری.
۲۷: پوډری شیدې په ماشومانوکی لمفاوی تکلیفونه پیداکوی.
۲۸: دمورشیدې ماشوم د (Crohn*s Diseases) دناروغیوڅخه ژغوری، داهغه ناروغې ده چې پرکولموباندی بدی اغیزې کوی کله اوږدمهاله شی چی درملنه ئې هم ناشونې شی.
۲۹: دمورشیدې ماشوم په ځوانۍ کی دروماتیزم اودمفاصلو(بندونو) دالتهاب څخه ژغوری.
۳۰: دمورشیدې په ماشومانوکی د(Hodgkins Diseases) کموی، داهغه ناروغیانې دی چې دینې ناروغۍ، دطحال (توری) ناروغۍ اودلمفاوی غدوالتهاب پکښې شامل دی.
۳۱: دمورشیدې ماشوم له ړوندوالی اوددیددکمزورتیاڅخه ژغوری.
۳۲: دمورشیدې انسان په زاړه عمرکی دهډوکوله کمزوتیاڅخه ژغوری.
۳۳: دمورشیدې دماشوم کولمې سموئ، نرموئ اوآراموی ئې.
۳۴: برعکس دغوایاپوډری شیدې دماشوم پرکولموباندی بدې اغیزې لری.
۳۵: پوډری شیدې ماشوم له خپلی اندازې څخه زیات چاغوی.
۳۶: هغه ماشومان چې تی روی په هغوکی دزړه اوسږوتکلیفونه ډیرلږدی.
۳۷: دمورشیدی عموماماشومان له دردونوڅخه ژغوری.
۳۸: دمورشیدې ماشوم له (Hemophilus.b) وایروس څخه ژغوری.
۳۹: هغه ماشومان چې تی روی دبدن پوستکی ئې سالم اوله ناروغیوخلاص وی.
۴۰: هغوماشومانوچې تی ئې رودلی وې پرهغوباندی واکسین ښه اغیزه کوی.
۴۱: دمورشیدې ماشوم دلویوکولموله التهاب څخه ژغوری.
۴۲: هغوماشومانوچې دمورشیدې ئې رودلی وې زیات بچي راوړی اوعقیم ډيری لږپکښی وی.
۴۳: دموردشیدوخوراک اوهضم ترپوډری شیدوهوسااوژرصورت نیسی.
۴۴: دمورشیدې مفتی دی نسبت وپوډری شیدوته.
۴۵:پوډری شیدې قیمتی اوځینی خولاداسی قیمتي دی چې رانیول ئې دهرچاوس نه دی.
نوربیا...
په اسلامي پاکه مینه
ستاسوورورعبدالغفارجُبیر

تازه پورته سوي ...

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery