مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-02-25   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ديوه عيسايی راهب سره زمامناظره(۷)

عبدالغفارجُبیر
بل ځای په قرآنکریم کی د(کن) دکلمې په هکله فرمایی:
إِنَّمآ إَمرُهُ إِذآ إَرادَشیئًا إَن یَقُولَ لَهُ کُن فَیَکُونُ(سورت یاسین ۸۲)
بېشکه همداخبره ده چې امرحکم دالله هرکله چې اراده وفرمایی (دپیداکولو) دیوه شی دادی چې وفرمایی هغه ته چې (جوړ) شه نوهغه (جوړ) شی.
 Ø²Ù‡ به دبایبل حواله درکړم چې ولی وهغه چاته چې نه پلارلری اونه هم مورلری اونه هم مرګ لری خدای نه وایاست؟ (نعوذباالله)
 Ù…Ù„Ú© صدق نه پلارلری نه موراونه هم دپلارنیکه اوهم دهغه پیدایښت اونه هم دمرګ معلومات شته. (عبرانیان Û·: Û³-Û´)
 Ù‡Ù…داسی حضرت آدم علیه السلام ته ولی دخدای زوی نه بولی چې نه ئې موروه اونه ئې پلاروو؟
 Ù‡Ù…داسی په قرآنکریم Ú©ÛŒ دروح توری دحضرت آدم علیه السلام لپاره هم استعمال شوی دی نوپه دې سره حضرت آدم علیه السلام دخدای ځوی شو؟؟؟؟ العیاذ باالله،
 Ù‚رآنکریم دحضرت آدم علیه السلام دروح په هکله وایی:
          الحجر(۲۹)
 Ú˜Ø¨Ø§Ú“Ù‡: اوکله چې برابرمی کړدغه(بشر) اوپومی Ú©Ú“ په ده کښې له روح خپل(اودی پرې ژوندی شو)نوپرېوځی تاسی ده ته په دې حال کښې چې سجده کوونکی ئې.
 Ù‚رآنکریم دحضرت عیسی علیه السلام په هکله فرمایی:
تِلکَ الرُّسُلُ فَضَّلنَا بَعضَهُم عَلَی بَعضٍ مِّنهُم مَّن کلَمَ اللهُ وَرَفَعَ بَعضَهُم دَرَجاتٍ وَءَاتَینَا عیسی ابنَ مَریَمَ البَیِّنتِ وأَیَّدنهُ بِرُوحِ القُدُسِ وَلَوشآ‌ءاللهُ ماَاقتَتَل الَّذینَ مِن بَعدِمَاجآ‌‌ءتهُمُ البَیِّنتِ ولکنِ اختَلَفُوفَمِنهُم مَّن امَنَ وَ مِنهُم مَّن کَفَرَ وَلَوشآءاللهُ مَااقتَتَلُواولکنَّ اللهَ یَفعَلُ مَایُرِیدُ (البقره ۲۵۳)
 Ú˜Ø¨Ø§Ú“Ù‡:داټول رسولان (چې له آدم ترمحمده پوری یادشول)فضیلت ورکړی دی مو‌‌ږځینی ددوی ته پرځینونوروځینی له دوی څخه هغه دی چې کلام Ú©Ú“ÛŒ دی الله (له دوی سره چې آدم ØŒ موسی اومحمد دی) اوپورته Ú©Ú“ÛŒ ئې دی ځینوددوی ته درجې (Ù„Ú©Ù‡ محمد)اوموږورکړی دی عیسی ځوی دمریمې ته ښکاره معجزې اومرسته موکړېده دده په روح القدس(جبرائیل) سره.
 Ø¯Ø­Ø¶Ø±Øª موسی علیه السلام سره د(کلیم الله) تور ÛŒ راځی یعنی هغه پېغمبرچې دخدای سره ئې خبرې کولې نوددې مطلب دانه چې بل پېغمبرنودالله سره خبرې نه دی Ú©Ú“ÙŠØŒ یالکه دحضرت ابراهیم علیه السلام سره چې د(خلیل الله )توری راځی چې معنی ئې داده چې دالله دوست دی نوددې معنی دانه ده چې نعوذباالله دانورپېغمبران ئې دښمنان وه؛ بلکې دادهرپېغمرلپاره بېل توری اوکلمات دی.
 Ø§Ù„له جل جلاله دحضرت عیسی علیه السلام اودبی بی مریمې رضی الله عنهادالوهیت دردپه هکله وایی:
 Ù…االمَسِیحُ ابنُ مَریَمَ إِلارَسُولٌ قَدخَلَت مِن قَبلِهِ الُّرسُلُ وَأُمُّهُ صِدِّیقةٌ کَانَایَأ کُلَانِ الطَّعَامَ اُنظُرکَیفَ نُبَیَّنُ لَهُم لأَیتِ ثُمَّ انظُر أَنَّی یُؤفَکُونَ (المائدة (Û·Ûµ)
 Ú˜Ø¨Ø§Ú“Ù‡:نه دی مسیح زوی دمریمې مګریورسول دی په تحقیق سره له مخکی تېرشوی دي نوررسولان اومورئې(بی بی مریمه) ریښتنې(ښځه ) وه، اودوی دواړو(دنوروانسانانوپه شان) خوراک کاوه، وګوره موږڅنګه دتوحیددلایل بیانوواوبیاوګوره دوی (Ú…Ù†Ú«Ù‡ دحقیقت) ګرځول کیږي.
 Ù¾Ù‡ دې ایات شریف Ú©ÛŒ په څرګنده ډول سره معلومیږی چې دوی خدایان نه وه داځکه چې هرهغه Ú…ÙˆÚ© چې خوراک Ú©ÙˆÛŒ دادخدای ځانګړتیانه ده،لومړی دوی مخلوق وه، دوهم دوی انساني ټول حاجات درلودل دریم داچې الله وایی تاسی ورته وګوری داڅنګه خدای کېدلای شی، داموڅه پرعقل باندی دجهل اوناپوهۍ پردې لګېدلی دي اوبل داچې دوی په خپل ژوندکی وهیچاته نه دی ویلی چې زموږعبادت ÙˆÚ©ÛŒ اوموږ(العیاذباالله) خدایان یو؛ ددې ثبوت دبایبل په هیڅ ورژن Ú©ÛŒ نشته اوقرآنکریم داسی وایی:
 ÙˆÙŽ Ø¥ÙØ°Ù‚ÙŽØ§Ù„ÙŽ اللهُ یعیسی ابنَ مَریَمَءَانتَ قُلتَ لِلنَّاسِ اتَّخِذُونِی وأُمِّیَ إِلهَین ِ مِن دُونِ اللهِ قَالَ سُبحَنک مَایَکُونُ لِی أِن أَقُولَ مَالَیسَ لِی بِحَقٍّ إِن کُنتُ قُلتُهُ فَقَد عَلِمتَهُ تَعلَمُ مَافِی نَفسِی وَلآأعلَمُ مَافِی نَفسِکَ إِنَّک أَنتَ عَلّم الغُیُوبِ
 (المائدة Û±Û±Û¶)
ژباړه:اوکله چې الله دمریمې زوی عیسی ته وویل: ایاتاخلکوته ویلی ووچې له الله پرته مااوزمامورپه معبودیت ونیسی؟ عیسی وویل: ته سپېڅلی ئې ماته نه ښایی چې داسی خبره وکړم چې دویلوحق ئې نه لرم، که ماداسی ویلی وای نوهرومروبه تاته معلومه وای، تاته هغه څه چې زماپه نفس کی دي معلوم دی اوزه په هغه څه نه پوهېږم چې ستاپه ذات کښې دي بېشکه همداته ئې چې پټ رازونه درته ښه معلوم دی.
 Ø§ÙˆØ³ ته اوټوله عیسایی نړۍ دی قضاوت ÙˆÚ©Ú“ÛŒ چې په کوم ثبوت سره تاسی حضرت عیسی علیه السلام اودده مورخدایان بولی.
 Ø¯Ø§Ú†Û تاسی عرب یاست اوپه قرآنکریم پوهیږی اوزموږ سره په قرآن دلایل وایاست نوځکه Ù…ÛŒ دقرآنکریم ایاتونه درته بیان Ú©Ú“Ù„.
 Ø²Ù‡ ودې ته حاضریم چې په لاندیوموضوعګانودرسره مناظره ÙˆÚ©Ú“Ù…:
۱: ایاعیسی علیه السلام خدای دی؟
۲: ایابایبل دخدای کتاب دی؟
۳: ایاعیسی علیه السلام صلیب شو؟
۴: تثلث تخیل دی که حقیقت؟
۵: ایادیوه ګناه بل پروږواخیستلای شی؟
۶: دګناهونوکفاره اودحقیقت ئې
یادونه:دبایبل چې کومې حوالې ماورکړیدی هغه می دکینګ جیمزبایبل څخه ورکړیدی ،دایادونه په دې کوم چې په اوسمهال کی هم دوه بایبله یوشانته نه دی نوځکه دبایبل نوم،دنشرځای اودچاپ ځای ئې اړین دی.
 The Holly Bible, Authorized King James Version
Gabriel Publishing, 129 Mobilization Drive Waynesboro, GA 30830
706-554-1594
Printed in England by Glays Ltd, St Ives plc
نوربیا...
په خورااسلامي پاکه مینه ستاسوورور

تازه پورته سوي ...

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery