مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-01-12   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د مسلمانې ښځې حجاب

اسدالله ستانکزی

 


حجاب اصلاٌ عربي کلمه ده،مانا یې په پرده او ستر کې اوسیدلو ته وايي،یوې مسلمانې ښځې ته ضروري ده چې هغه په جدي توګه مراعات کړي.د مسلمانې ښځې جامې باید لوېې او پراخې وي ترڅو اندامونه یې ترې مالوم نشي او د خلکو پام ځان ته راجلب نه کړي.جامې یې باید داسې وي چې د هغو لاندې د ښځې وجود مالوم نشي یانې نازکې او میینې نه وي. داسې تنګې او چستې نه وي چې د بدن غړي یې په جلاجلا توګه ښکاره شي.بلکې په داسې شکل وي چې د غړو تشخیص په کې ونشي او ښځه په کې مستوره وي.
 Ø²Ù…ÙˆÚ– په ټولنه کې خصوصاً په کابل کې ښځو او انجونو داسې کالي چې ټول اندامونه یې له ورايه په کې ښکاري یا دا چې د بدن هر غړی یې په جلاجلا توګه په کې مشخص کیږي غوره Ú©Ú“ÙŠ ،چې د اسلام مبارک دین له اساساتو او لارښوونو سره په ټکر کې دي او د غربي نړۍ خواته یې لوالتیا کړې ØŒ په دې نه دي خبرې چې خپل ځانونه د اسلام مبارک دی له اصولو سره سم برابر کړي،خو زه په دې حیران یم هغه پلرونه چې د خپلو ښځو او لورګانو دا ډول تنګ پطلونونه او کالي ویني ولې یې مخنیوی نه کوي او په خپل سره یې پریښې دي او حتی تر دې چې فخر پرې کوي.Ú©Ù‡ غربي نړۍ ته وګورو نو د ښځې لپاره داسې خوندې حقوق نه لري مګر د اسلام سپیڅلي دین د ښځو لپاره ښایسته او خوندي حقوق ورکړي Ú©Ù‡ Ú…ÙˆÚ© یې مراعات Ú©Ú“ÙŠ او پرې عمل ÙˆÚ©Ú“ÙŠ نو د دواړو هم په دنیا هم به په اخرت کې سرفرازه او سرخ رویه وي.موږ باید خپل دین په مینه مطالعه Ú©Ú“Ùˆ او په لارښوونو یې عمل ÙˆÚ©Ú“Ùˆ.نه داچې موږ غربي لباس واغوندو تر Ú…Ùˆ نور موږ عصري او متمدنه وبولي،عصري والي او خوندیوالی خو په اسلام کې دی.چې د هر چا حقوق کې مالوم دي.
 ÚšÚÛ داسې جامې باید وانغوندې چې د ټولو خلکو پام ځانته راوړوي، ځکه چې حجاب د ښائست د پټولو لپاره وي Ù„Ú©Ù‡ چې الله تعالى د زينت په پټولو باندي امر Ú©Ú“ÛŒ دى او کله چې جلباب(لوی څادر) په خپله مزين او ښائسته وي نو هغه ته حجاب نه ويل Ú©ÙŠÚ–ÙŠ ځکه چې حجاب هغه دى چې نوروته دښا ئست د ښکاره کولو مخنيوى ÙˆÚ©Ú“ÙŠ. د حجاب جامه بايد معطره او خوشبويه نه وي ځکه چې خوشبوي د خلکو پام ځان ته اړوي او نبي کریم (ص)هغه ښځې ته چې خوشبوي ئي استعمال Ú©Ú“ÙŠ وي او د نارينه ؤ په مجلس باندي تيريږي زانيه ويلي ده،نو دا زموږ په ټولنه کې برعکس دي یانې داسې ښځې او انجونې په بازار کې ګرځي ته به وای چې نن یې د واده شپه ده او د میړه کور ته روانه ده دمیړونو لپاره خوشبوی او د ځان سیګارول ÚšÙ‡ کار دی نه د کور څخه د باندې چې نورو ته یې ور ÙˆÚšÙŠ.ځکه Ú©Ù‡ دغه بوی کوم نامحرم شخص احساس Ú©Ú“ÙŠ دا هم يو ډول زنا ده،چې فاعله ښځه یې مرتکب کیږي.
 Ù‡ØºÙ‡ لباس چې د حجاب لپاره ترې ګټه پورته کیږي بايد د ټول بدن پټونکې وي ځکه چې الله تعالى فرمايلي دي ( په خپل ځان باندې دې Ú…Ù‡ شي له خپلو څادرونوڅخه واچوي (زوړند) Ú©Ú“ÛŒ) البته جلباب(لوی څادر) هغه جامه ده چې ټول بدن پټوي نو حجاب هغه دى چې ټول بدن ورباندي پټ شي.
 Ù¾Ù‡ همدې اړه په صحیح مسلم Ú©ÛŒ له رسول الله (ص) نه روایت دی Ú†ÛŒ فرمایلي دي:«په دوزخ Ú©ÛŒ دوې Ú‰Ù„ÛŒ دي یو هغه قوم دی چې د غوا د لکۍ په شان شلاقې (قمچینې) ورسره وي او خلک پرې وهي، اوبله Ú‰ له هغه بربنډې، کږې وږې، ښځې دي، Ú†ÛŒ سرونه به یی داوښانو د کاږه بوکونو په شان وي، جنت ته به نه ځی، او نه به یی بوی ورته رسیږی.» نو دا هغه ښځې دي چې خپل اسلامي ارزښتونه یې نه دی مراعت Ú©Ú“ÛŒ او داسې حالت ته یې ځان رسولی دی،نو هغه ښځه چې ځان مسلمان بولي باید د اسلام ټول اداب مراعت Ú©Ú“ÙŠ او خپلو دیني ارزښتونو ته په درنه سترګه وګوري.
 ÚšÚÙ‡ باید په جامو کې له نارینه سره مشابهت ونه لري،ځکه رسول الله (ص) په هغو ښځو باندې لعنت ویلی دی چې جامې د نارینه وو په شان جوړوي او بل عکس په هغو سړیو باندې چې خپل ځان د زنانه وو په شان جوړه وي.په اسلامي ټولنو کې د هر ملک سړي ځانته او ښځینه ځانته کالي لري.چې په هر ملک کې پيژندل متفاوت دي Ù„Ú©Ù‡ په عربستان کې د سړیو لپار د کندوره په نوم جامې دي او یو څادر یې په سر باندې وي او د ښځو لپار جلا کالي دي چې د سړو له کالیو څخه متفاوت دي.یانې کوم لباس چې د مسلمان نارینه لپاره او مسلمانې ښځې لپاره مناسب وي هغه باید وکاروي. په هر مسلمان باندې لازمه ده،چې الهی او نبوی ادابو ته پاملرنه ÙˆÚ©Ú“ÙŠ او په Ú©Ù„Ú© عظم او اراده سره یې په خپلو کورنیو او ورځني ژوند کې عملي کړي،هم به ترې خدای خوښ وي او هم به یې دنیوی او اخروي اجر په نصیب کې وي.
 Ù€ لوګر

تازه پورته سوي ...

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery