مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-01-03   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

موسیقې په اسلام اوساینس کي(پنځلسم څپرکی)

عبدالغفارجُبیر
دموسېقې له برکته تامس سوليوان (Thomas Sullivan) خپله مورووژله، اوټوله کورئې وسوځاوه اوځان ئې وواژه:
 ØªØ§Ù…س سولیوان چې دامریکادنیوجرسی دایالت اوسېدونکی وو په 9ØŒ دجنوری، 1988 کال Ú©ÛŒ ئې خپله مورپه زېرزمنۍ Ú©ÛŒ ووژله، اووټول کورته ئې اورواچاوه، چې خپله موراویووروروسوځوی اودی خپله وتښتیدی، اوخپلې غاړې ئې هم پرې کړې، اوځان ئې وواژه، دتامس پلاروژغورل شو، دتامس جسدپه یوه بڼ Ú©ÛŒ وموندل شو؛ وروسته جوته شوه چې تامس یوډېرلایق اوذهنیه زده کوونکی وو، ÚšÙ‡ لوبغاړی وو، خودراک موزیک سره ئې ډېره مینه وه اودده پلاروویل چې ده یوه اونۍ په مسلسل ډول سره داغزل واورېدل،چې د(وینواودمور دوژلوپه هکله وه۔۔۔)
 "About blood and killing your mothers"
(Ankenberg , Frank and Weldon, John (1992), the Facts on Rock Music. Eugene, Oregon, Harvest House Publishers)
 ÙŠÙˆÛ 14 کلنې انجلۍ خپله مورپه چاړه ووهله اووئې ÙˆÚ˜Ù„:
په همدې ډول سره په اکتوبر، 28، 1985 میلادی کال کی یوه 14 کلنې انجلۍ خپله مورپه چاقوووژله، دې پاپ موزیک ډېراورېدی، اوموزیک ددې ذهن دومری ترفشارلاندی راوستی وو، چې دې وروسته وویل چې دې هرڅه کړیدی اوداهیڅ نه ده پوه شوی۔
 Ø²Ù‡ يواځی موسيقۍ دهېرويونومعتاده Ú©Ú“Ù…:
زمادموسیقۍ سره ډېره مینه وه ، اوډېره می اورېدله چې (چرسی لالی) راته دیوه رُستم په شان راته ښکارېده، اوهمدې غزلې په مینه کی می چرس پیل کړل، دیوه کال دچرسوڅخه وروسته ددې سره عادی شوم، اوداهېڅ نشه نه راته ښکارېده، داځکه چې زه اوس دنشې غلام جوړشوی یم، هیروین اوکرسټال می شروع کړل چې اوس می ژونددیوه لانده سپی څخه لابدتردی، داځکه چې نه می ورورپرېږدی، نه می یوقریب پرېږدی اونه هم څوک ځان راته نژدې کوی، هرڅوک راڅخه نفرت کوی، زماڅخه هرڅه پاته دی، عبادت نشته، اودس اولمونځ نشته، روژه نشته اویواځی نشه راته جنت ښکاری، چې داڅومره لعنت دی لعنت لعنت دی۔۔۔۔
 (دعابدپښتون معتاده کیسه، چې له نیټ څخه رااخیستل شوی، اوپه اُردوژبه خپره شوی ده)
 Ø¯Ø§Ù…ریکاپه 49 ایالتونوکی پلټنې اوڅېړنې شویدي، اودائې ثابته کړېده چې دځان وژلوپه سلوکی 90 پېښې دموسیقۍ له کبله دی، چې په موسیقۍ Ú©ÛŒ ناکامه مینه، غولول، پریوې انجلۍ باندی دڅوکسانوشخړه اوپه پایله Ú©ÛŒ ÙˆÚ˜Ù„ دی، چې داهرڅه ځوان نسل منعکسوی، پرماغزواوذهنو ئۍ اغیزې کوی، اوعملی Ú©ÙˆÛŒ ئې، اوپه لویدیځ Ú©ÛŒ ځان وژنه هر ورځنی عادی پېښه ده۔
 (The Effects of Country Music on Suicide)
نانسی دخپل کشرورورغوښې وخوړلی:
نانسی یوکشرورورچې 8 کلن وو، درلودی، داورورپردې باندی زښته ګران وو، اوهره ورځ به دوی مکتب ته یوځای تلل، دنانسی دموسیقۍ سره هم زښته علاقه وه اوداغزل ئې ډېره اورېدله:
 She is as so sweet
As my brothers Blood and meat
ژباړه: دادومرې خوږه ده لکه زمادوروروغوښې اووینه۔
له دې څخه ئې وروسته خپل ورورپه چاقوپه ډېره بې رحمۍ سره حلال کړ، اوبیائې غوښې وخوړلې، چې دیوه لاس دخوړل کېدوڅخه وروسته ئې موراوپلارپه خبرشول، اودپولیسو په لاس ئې ورکړ۔
 (موسیقې اوځان وژنه) پرنیټ باندی مکمل یوکتاب دی په انګلېسې ژبه سره دی، دنوروکیسو دویلولپاره ئې لوستونکی ویلای شی۔
 Ù¾Ø§ÛŒ
په اسلامي پاکه مینه
ستاسوورور 

تازه پورته سوي ...

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery